په دې پاڼه تاسو د خپلې خوښې د ستنېدو او بيا يوځای کېدنې هغه پروګرامونه موندلې شئ کوم چې د ترکي لپاره شتون لري او دغه رنګه د هيواد په هکله نور معلومات هم ترلاسه کولای شئ.
مهم یادښتونه:
هغو ترکي اتباعو ته چې د شپږو میاشتو لپاره یې په فدرال جمهوریت کې استوګنه کړې وي، د سفر مصارف ورکول کېږي او په دې برخه کې ترې ملاتړ کېږي. یاد اشخاص همدارنګه کولی شي د یوه فرد په حیث د ژوند د پیلولو لپاره ځانګړې شوې مرسته (چې د GARP-Hilfe په نامه یادېږي) او دغه راز د Start-up Plus او/یا د EURP د تادیاتو په برخه کې اضافي ملاتړ هم ترلاسه کړي. دا مقررات په هغو غوښتنلیکونو باندې د تطبیق وړ دي چې له 01.07.2024 نېټې وروسته تسلیم شوي دي.
تاسو د لاندې پروګرامونو له لارې د خپلې خوښې د ستنېدو لپاره مرسته ترلاسه کولای شئ:
REAG/GARP: ستاسو د سفر لګښتونه بايد تاديه کړل شي او تاسو د سفر مالي مرسته هم ترلاسه کولای شئ۔
د سلا مرکز