په دې پاڼه تاسو د خپلې خوښې د ستنېدو او بيا يوځای کېدنې هغه پروګرامونه موندلې شئ کوم چې د يمن لپاره شتون لري او دغه رنګه د هيواد په هکله نور معلومات هم ترلاسه کولای شئ.
هرباني وکړئ په یاد ولرئ
په يمن کې د جاري مشکل امنیتي وضعیت له امله، يمن ته په داوطلب ډول بیرته ستنیدل اوسمهال د د REAG/GARP 2.0 او StarthilfePlus پروګرامونو لخوا نه ملاتړ کیږي. IOM ژمن دی چې مهاجرین وکولی شي خپل اصلي هیواد ته په خوندي ډول بیرته ستانه شي. دا چاره يمن ته بیرته ستنیدو په صورت کې اوسمهال نشي تضمین کیدی. دلته وضعیت په دوامداره ډول د IOM لخوا نظارت کیږي او کتل کیږي.
که تاسې يمن ته په داوطلب ډول بیرته ستنیدو په اړه کومې پوښتنې لرئ، نو مهرباني وکړئ تاسې ته څیرمه د بیرته ستنیدو مشورې مرکز سره اړیکه ونیسئ. دلته تاسې د انفرادي ایالتونو لخوا وړاندې کیدونکي د شته ملاتړ نورو انتخابونو په اړه هم معلومات ترلاسه کولی شئ، که اړوند وي.
د دې موضوع په اړه نور معلومات د مهاجرت او مهاجرینو لپاره فدرال دفتر (BAMF) څخه ترلاسه کیدی شي
د سلا مرکز