د سوریې د ملي د بیا یو ځای کېدلو برنامه (NRP SYR)

د سوریې ملي بیا یوځای کیدلو برنامه هغو کسانو ته چې خپل کورني هیواد سوریې ته ستنیږي، انفرادي بیا یوځای کیدلو مرسته وړاندې کوي.

دا دې برنامې لپاره غوښتنلیکونه دا مهال د 2025 کال د ډسمبر تر 14 مې نېټې پورې پرانیستي دي، او عموماً یوازې تر هغې مخکې چې غوښتونکی هېواد پرېږدي.

1. وړتیا لرونکې کسان

لاندې کسان د NRP SYR لخوا مرستې ترلاسه کولی شي: هغه د درېیم هیواد بې وسه اتباع چې په قانوني ډول د آلمان په فدرالي جمهوریت کې مېشت وي، - داسې کسان چې د استوګنې معتبر جواز لري.

  • داسې کسان چا چې په آلمان فدرالي جمهوریت کې نړیوال یا موقتي خوندیتوب تر لاسه کړی وي.

یادګېرنه:
که چېرې هغو کسانو ته چې غواړي بېرته ستانه شي، د ورکړل شوي خوندیتوب د حالت د پرېښودو د اعلامیې یا د پناه غوښتنې د بېرته اخیستلو پر بنسټ د REAG/GARP اجازه ورکړل شوې وي، نو دا ډله کسان مکلف دي چې د آلمان فدرالي جمهوریت پرېږدي (د بېرته ستنېدلو پرېکړه). هغه وخت بیا تمویل یوازې د اروپا د د بیا یو ځای کېدلو برنامې (EURP) له لارې ممکن دی.

2. د NRP SYR د مرستو کچه او انداز

هلکه د EURP په څېر، د NRP SYR برنامې د لنډمهاله او اوږدمهاله ملاتړ ترمنځ توپیر کوي (تر رسېدو وروسته ګتې/تر بېرته ستنېدو وروسته ګتې):

(aلنډمهاله مرستې ("تر رسېدو وروسته ګتې" د رسېدو وروسته تر څوارلسو (14) کاري ورځو پورې):
• له هوايي ډګر څخه اخیستل
• د ټاکلي ځای پر لور لېږد
• ټاکلي ځای ته رسېدو وروسته د اړینو شپو تېرول
• اضافي طبي اړتیاوې
• د بې سرپرسته نابالغو کسانو لپاره د کورنۍ یوځای کېدل

لنډمهاله ملاتړ په غیرنقدي ډول او/یا د نغدو پیسو په بڼه ورکول کیدې شې. د مرستو اندازه د لاندې مقدار پر اساس ټاکل کیږي: 615 یورو د هر رضا کارانه راستنېدونکي کس لپاره

(bاوږدمهاله مرستې ("تر ستنېدو وروسته ګټې" - له وتلو وروسته تر دوولسو (12) میاشتو پورې):
• د استوګنځي ملاتړ
• د جدي ناروغیو په صورت کې طبي اړتیاوې
• د ښوونځي او مسلکي روزنې اقدامات
• د دندې فرصتونو په اړه مشورې او د کاري ځای موندلو کې مرستې.
• د (خپل) کاروبار په جوړولو کې ملاتړ
• د کورنۍ یوځای کېدل
• حقوقي مشوره او اداري ملاتړ
• رواني ـ ټولنیز ملاتړ

اوږدمهاله ملاتړ عموماً یوازې په غیرنقدي ډول وړاندې کېږي.

د مرستې اندازه د لاندې پیسو پر اساس ټاکل کیږي:
• په رضا کارانه توګه راستنېدونکي کسان (اصلي غوښتنلیک ورکوونکی): 2,000 یورو
• د کورنۍ د هر اضافي غړي لپاره: 1,000 یورو

3. د RIAT له لارې د غوښتنلیک سپارلو پروسه

د NRP SYR لپاره غوښتنلیک د RIAT د معلوماتو د مدیریت له سیسټم څخه سپارلې کېږي، لکه څنګه چې د EURP لپاره کېږي. د غوښتنلیک اړونده فورمه په RIAT کې د „Workspaces“ (د کار کولو چاپېریال) تر عنوان لاندې او همدارنګه دې وېب‌ پاڼې ته د ننوتلو په برخه کې تر „Downloads“ برخې لاندې موندل کېدای شي.

د NRP SYR قضیو د داخلولو لپاره، په RIAT کې د موجود کارن حسابونو اضافي فعالول اړین دي. تاسو د فعالولو ګام په ګام لارښوونې هم د RIAT د ننوتلو په برخه کې تر “Downloads„ لاندې موندلې شئ. که تاسو د ثبت کیدو په اړه کومه پوښتنه لرئ، مهرباني وکړئ له RIATsupport@bamf.bund.de سره اړیکه ونیسئ.

د NRP SYR غوښتنلیک باید په مثالي ډول تر واقعي وتلو وروسته تر نولسو (19) تقویمي ورځو مخکې په RIAT کې ثبت شي. ټول معلومات چې غوښتنلیک په فورمه کې لیکل کېږي باید سم، بشپړ او په دقیقه توګه د RIAT له معلوماتو سره سمون ولري تر څو د غوښتنلیک پروسه په اسانۍ ترسره شي. د NRP SYR د غوښتنلیک پروسې په جریان کې، هم لنډمهاله ملاتړ (PAP) او هم اوږدمهاله ملاتړ (PRP) غوښتنه کېدای شي. پاتې اسناد (لکه د وتلو تایید شوې نیټه) هم وروسته بل وخت RIAT ته وراضافه کیدی شي. دا ډاډ ترلاسه کولو لپاره، چې له هوايي ډګر څخه د راخیستلو او د مقصد پر لور د لېږد په اړه لنډمهاله ملاتړ وکارول شي، ډیر اړینه ده چې د BAMF ادارې ته د وتلو تر وخت لږ تر لږه پنځه (5) کاري ورځې مخکې د الوتنې دقیق تفصېلات د RIAT له لارې واستول شي.

4. له وتلو مخکې د بیا یو ځای کېدلو له شریک سره اړیکه نیول

د اروپا د ټکنالوژۍ او روزنې مرکز (ETTC) د دې لپاره د لاسرسي وړ دی چې تر بېرته ستنېدنې مخکې د NRP SYR د بیا یو ځای کېدلو له شریک سره اړیکه ونیسي. دا اضافي وړاندیز (په ملي ژبه) په ځانګړې توګه د دې لپاره دی چې بېرته ستنېدونکي کسان د خپل بېرته ستنېدو لپاره چمتو کړي او نورې پوښتنې هم روښانه کړي. د دې خبرې تمرکز باید تر راتګ وروسته په اداري بهیر، د بیا یو ځای کېدلو پر واقعي امکاناتو او پر نورو شخصي اړتیاوو وي. د بیا یو ځای کېدلو اصلي پلان – چې ډېر ځله په NRP SYR غوښتنلیک کې هم بحث شوی وي – د بېرته ستنېدونکو او د بیا یو ځای کېدلو د شریک ترمنځ تر راتګ وروسته په انفرادي ډول ټاکل کېږي.

موږ د بېرته ستنېدنې له مشورتي مرکزونو څخه غوښتنه کوو چې تاسو د وړاندې اړیکې نیولو د وړاندیز په اړه خبر کړي. د بیا یو ځای کېدلو د همکار د اړیکو تفصېلات لرونکی د معلوماتو پاڼه به ډېر ژر شتون ولرې.

BAMF خوښ دی چې د NRP SYR د مرستو په اړه نور معلومات دا دې reintegration@bamf.bund.de بریښنالیک له لارې وړاندې کړي: